افغان پوځ څلور جټ الوتکې ترلاسه کړې

(A 29) جیټ الوتکېد امریکا متحده ایالاتو له افغان هوايي ځواک سره د مرستو په لړ کې څلور A-29 جنګي جېټ الوتکې افغانستان ته وسپارلې. ټاکل شوې چې د روان کال تر جون میاشتې اته ویشت دا ډول الوتکې افغان پوځ ته ورکړل شي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی وايي دا الوتکې په پرمختللې ټېکنالوژۍ سمبالې دي او د افغان هوايي ځواک په پیاوړي کولو کې به مرسته وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وایی  دغه الوتکې کولای شي ۳۶ ډوله بېلابېلې وسلې ولیږدوي. د افغانستان د دفاع وزات تل ویلي چې دهوایی ځواک د نه درلودو له امله له ستونزو سره مخ دی. د امریکا متحده ایالات غواړي د افغانستان ملي اردو ته ته اته ویشت جنګي (A 29) جیټ الوتکې ورکړې.

تر دې وړاندې هند هم افغان ځواکونو ته څلور جنګي څرخي الوتکې ورکړې وې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.