افغان ځوانان په اروپا کې د ښه ژوند په لټه هرڅه بایلي

پناه غوښتونکیله ناامنۍ، بې کارۍ او لوږې تښتېدونکي بې شمیره افغانان د اروپا په پرمختللو هېوادونو کې دښې راتلونکې لپاره د خپلو امکاناتو او ژوند قیمار وهي او اروپا ته درومي، خو هلته دا خوبونه حقیقت نه مومي.

د میدان وردګو اوسېدونکي محمد حیدر سینهوا اژانس ته وویل:

((‌ دا زما د ژوند ارزو وه، چې اروپا ته لاړشم هلته یو امن او بسیا ژوند جوړ کړم. څه مې چې لرل هغه مې د خپل خوب د حقیقت کولو لپاره وپلورل او درې کاله وړاندې مې پیسې مې د انساني قاچاقبر په لاس ورکړې. خو خوب مې له یوه ترخه انجام سره مخ شو- هغه زما اجباري راایستنه وه. ))

له کابل څخه د ۳۵ کیلومتره لرې سیمې استوګن حیدر په ۲۰۱۲ کې خپل کور او جایداد وپلورلو او اروپا ته درسېدو لپاره یې د قاچاقبر په مرسته خطرناک سفر پیل کړ. له ناامنیو ستړی شوی حیدر وروسته له څو میاشتو اوږده او خطرناک ځمکني او بحري سفر وروسته له ایران، ترکیې، یونان په تېرېدو د خپلو خیالونو شتمن هېواد ناروې ته ورسېد.

هغه وايي: ((‌په ۲۰۱۲ کال ناروې ته ورسېدم او د کډوالو په کمپ کې ځای پرځای شوم. له بده مرغه تر اوږده انتظار وروسته زما د پنا غوښتنې وړاندیز د ناروې حکومت له خوا رد شو او زه شپږ میاشتې مخکې بیرته افغانستان ته راولیږل شوم))

دوامداره ناامني، دکارنشتوالی او بیوزلي ددې سبب شوې، چې ګڼ شمیر افغانان په اروپا کې د ژوند دبهترۍ لپاره سخت شرايط په ځان مني او له افغانستانه وځي. هره ورځ په کابل کې د ایران، پاکستان او ترکیې سفارتونو ته د ویزو غوښتونکو لوی کتارونه ولاړ وي، چې له وطنه د وتلو معقوله لاره پیدا کړي او چیرته یو په پښو ولاړ هېواد ته ځان ورسوي. حیدر وايي زه هم بیرته په خپل وطن کې یم، خو نه د خوړلو لپاره څه لرم، نه وظیفه شته او نه دومره څه پیدا کولای شم چې خپله کورنۍ ورباندې وساتم. حیدر ته له نورو ملګرو سره خپل سخت او خطرناک سفر وریادېږي چې په څه تکلیفونو یې د همدې ستونزو د رفع کولو لپاره ځان لومړی ایټالیا ته ورساوه.

د حیدر په څیر بل راشړل شوی افغان د بغلان حمزه دی، چې غوښتل یې ځان له قاچاقي لارو جرمني ته ورسوي: ((‌ما ددې سفر لپاره اووه زره ډالر ورکړل، خو د ایران- ترکیې په سرحد کې ایرانیو پولیسو ونیولم او په سپټمبر کې یې بیرته کابل ته راواړولم)).

زرګونه افغانان چې اکثره یې ځوانان دي، لوستي، او له پوهنتونونو فارغ دي، هڅه کوي د کار موندنې او د سر د خوندیتوب په پار هره ورځ اروپا ته د رسېدو ترینګلی سفر پیلوي. دوی خپل ژوند په خطر کې اچوي، خپل کورونه او جایدادونه پلوري چې د خوبونو دنیا ته ورسېږي، خو یا په لاره کې وژل کیږي، یا په بحرونو کې ډوبیږي او یا له اوږده زحمت وروسته بیرته خپل وطن ته راوشړل شي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر عالمي بلخي وايي، په اروپا کې د ۱۴۶۰۰۰ افغان پناغوښتونکو له ډلې یوازې ۸۰ زرو یې په جرمني کې پنا غوښتې ده. دی وايي، شرايطو ته په کتو سږ کال دا شمیر ترپخوا ډېر زیات شوی. بلخي دغه راز وايي، چې دم ګړۍ د ۲،۵ میلیونو په شمیر ثبت او ناثبت افغان کډوال په پاکستان او د دوه میلونو په شاوخوا کې په ایران کې پراته دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ویاند نادر فرهاد وايي، د اکثرو افغان پنا غوښتونکو د کډوالۍ لامل اقتصادي دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.