افغان ځواکونه بلڅراغ کې له تاوده هرکلي سره مخ شوي

افغان ځواکونه بلڅراغ کې له تاوده هرکلي سره مخ شوي

د افغان کومانډو ځواکونو کاروان له ۲۰۹ شاهین قول اردو د فاریاب ولایت بلڅراغ ولسوالۍ ته رسېدلی دی.

 

یادې ولسوالۍ ته د افغان ځواکونو د کاروان له رسېدو سره سم، خلک کوڅو ته راوتلي او د کاروان هرکلی يې کړی دی.

 

شمال کې شاهین قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه ولسوالۍ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او زیاتې سیمې يې ترې نیولې دي.

 

خبرپاڼه کاږي چې د بلڅراغ ولسوالۍ د اوسېدونکو لا زیات امنیت تامین ته به جدي پاملرنه کوي.

 

بلڅراغ ولسوالۍ نږدې لس ورځې مخکې د افغان ځواکونو لخوا ونیول شوه.

 

پر یاده ولسوالۍ یو کال طالبان واکمن ول.

 

د سیمې خلکو له امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړی دی او ژمنه یې کړې چې نور به وسله والو ته په خپلو سیمو کې د فعالیت اجازه ورنه کړي.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.