افغان ځواکونه له یوې نیمې لسیزې وروسته د اسد اباد ـ ناړۍ لار خلاصوي افغان ځواکونو له ۱۷ کلونو ورسته د کونړ د مرکز آسد اباد ـ ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو ترمنځ د لارې د امنیت تامین لپاره ځانګړي عملیات پیل کړي دي. د کونړ ولایت سیمه ییز مسوولین وايي، د لارې له چاڼ وروسته به هلته افغان ځواکونو پوستې ځای پر ځای کړي تر څو خلک په آزادانه ډول وکولای شي تګ راتګ و کړي. د دې تر څنګ، د ناړۍ ولسوالۍ سلګونه اوسېدونکو نن په همدې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په ملاتړ سوله ییز لاریون کړی دی او له سرتېرو یې غوښتي چې خپل عملیات لا چټک کړي.
Leave a Reply