افغان ځواکونو بلچراغ ولسوالي بېرته ونیوه

افغان ځواکونو بلچراغ ولسوالي بېرته ونیوه

افغان کومانډو ځواکونو د فاریاب ولایت بلچراغ ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونیوله.

ملي دفاع وزارت وايي، کومانډو ځواکونو دغه ولسوالي تېره شپه نیولې ده.

بلچراغ ولسوالي یو کال مخکې طالبانو تر خپلې ولکې لاندې راوستې وه.

افغان ځواکونو تر دې وړاندې غزني کې هم دوه هغه ولسوالۍ بېرته نیولې وې چې کلونه په کې طالبان واکمن وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.