افغان ځواکونو د بدخشان د ” بيکادر ” سرو زرو کان له طالبانو ونیو

افغان ځواکونو د بدخشان د ” بيکادر ” سرو زرو کان له طالبانو ونیو

افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د بدخشان کوهستان ولسوالۍ کې د بېکادر په نوم د سرو زور هغه کان چې د طالبانو په منګولو کې وي او استفاده یې ترې کوله، ونیوه.

بدخشان کې سیمه ییزو امنیتي سرچینو ویلي چې طالبانو له کان په شا شوي دي او اوس هڅه کېږي چې آجرش، دهګه، برقشود، دهن دره او قلقل کلي هم له دغې ډلې چاڼ شي.

دغه کلي له تېرې یوې نیمې لسیزې راهېسې د طالبانو په ولکه کې دي چې اوس يې افغان ځواکونو د نیولو عملیات پیل کړي دي.

افغان ځواکونو په دې وروستیو کې هغه ولسوالۍ او سیمې له طالبانو نیولي چې کلونه په کې همدا ډله واکمنه وه.

تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له ولسمشر غني سره کتنه کې د افغان ځواکونو وروستۍ لاسته ر اوړنې او هڅې ستایلې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.