افغان ځواکونو زابل کې ۴ پاکستانۍ ملېشې وژلې دي

افغان ځواکونو زابل کې ۴ پاکستانۍ ملېشې وژلې دي

پاکستاني ملېشو تېره ورځ د زابل ولایت شملزو ولسوالۍ په حاجي عجب کلي کې د سرحدي ځواکونو پر پوسته بریدونه پیل کړي و چې د افغان سرتېرو له کلک غبرګون سره مخ شوي دي.

سرچینې وايي، د افغان سرحدي ځواکونو په ځوابي ډزو کې، ۴ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي او ۵ نور ټپیان دي.

د سرچینو په وینا، پاکستاني ځواکونه اړ شول چې خپلې ډزې ودروي او شا تګ و کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.