د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د عامه نظم پولیسو تر ټولو لویه قرار ګاه چې دوه کاله مخکې د طالبانو په لاس سقوط شوې وه، نن بېرته کومانډو ځواکونو ونیوله او افغان سرتېري يې په کې ځای پر ځای کړل.
ملي دفاع وزارت وايي، د عامه نظم پولیسو قرارګاه یې نن بېرته نیولې ده.
تازه نیول شوې قرارګاه کې زیات شمېر سرتېري اوسېدل چې دوه کاله مخکې سقوط شوې وه او د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ته یې لوی ګواښ پېښ کړی و.
افغان ځواکونو د همدې میاشتې په جریان کې د غزني ولایت دوه ولسوالۍ چې کلونه د طالبانو په واک کې وې، بېرته د هغوی له ولکې بهر کړې.
ملي دفاع وزارت نه دي ویلي چې د قرارګاه د نیولو په عملیاتو کې څومره طالبان او افغان سرتېري وژل شوي دي؟
Leave a Reply