افغان ځواکونو واوره کې بندې لسګونه کورنۍ وژغورلې

افغان ځواکونو واوره کې بندې لسګونه کورنۍ وژغورلې

د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې هغه لسګونه کورنۍ چې د سېلابونو او باران ورېدو له امله د مرګ له ګواښ سره مخ وې، افغان ځواکونو وژغورلې.

 

د زابل والي وايي، تېره شپه يې ځانګړي افغان ځواکونو د زابل هغو سیمو ته د خلکو د ژغورنې په هدف لېږلي چې د باران او سېلابونو خطر په کې و.

 

بلخوا د غزني ولایت سیمه ییز مسوولین وايي، هغه ۳۵۰ مسافر او موټر چلوونکي چې د غزني ــ کندهار پر لویه د واورې ورېدو له امله بند پاتې و، افغان ځواکونو د چورلکو په واسطه ژغورلې او اوس ورته کوم ګواښ نه دی پېښ.

 

افغان ځواکونو ټینګار کړی چې د سالنګ په لویه لار  یې هم یو شمېر مسافر چې بند پاتې و، د خلکو په مرسته ژغورلې دي او د ژغورنې دغه بهیر به لا هم روان وي.

 

د افغان ځواکونو دغه اقدام د ولسونو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.