د کورنیو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په سېبک، عربان او د بوم تنګي سیمو د طالبانو په یوه زندان چاپه وهلې چې په پایله کې يې ۱۳ کسان له زندان خوشې کړې دي.
د یادو عملیاتو په لړ کې د طالبانو د مهماتو یوه ډیپو هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې او ترڅنګ یې د دې ډلې یو عراده سراچه موټر سوځول شوی، څلور میله کلاشینکوفونه، څلور قبضې راکټونه او یو ۸۲ ملي متري توپ د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
عملیاتو کژ د ملاجانان په ګډون څو تنه شکمن کسان هم امنیتي ځواکونو له ځان سره بېولي دي.
Leave a Reply