افغان پوځ ته ۷ جنګي الوتکې ورکول کېږي

افغان پوځ ته ۷ جنګي الوتکې ورکول کېږي

د امریکا  دفاع  وزارت یا پنټاګون ویلي، افغان هوايي ځواک ته به د حمل تر میاشتې ۷ جنګي الوتکې ورکړل شي

پنټاګون په خپل تازه راپور کې لیکلي چې د افغان هوايي ځواک د پیاوړي کېدو  لپاره چټکې هڅې روانې دي

دغه الوتکې  AC-208 ډوله دي چې د توغندیو ویشتو تر څنګ کشف هم کولی شي

له دې  وړاندې افغان حکومت او ناټو ویلي و، چې د افغان هوايي ځواک شمېره او الوتکې به درې چنده کوي

Leave a Reply

Your email address will not be published.