افغان کرکټ بورډ کې تازه بدلونونه راغلل

افغان کرکټ بورډ کې تازه بدلونونه راغلل

افغانستان کرکټ بورډ کې د یادې ادارې د مشرتابه له لوري يو لړ بدلونونه رامنځته شول چې د دغې ادارې د بورډ غړو تر څنګ ځینو نورو برخو ته هم نوي کسان معرفي شول.

 

د افغانستان کرکټ بورډ  رييس عزیزالله فضلي نن د دغو بدلونونو په اړه خبري ناسته وکړه، چې د کرکټ بورډ ادارې د بورډ د پخوانيو غړو هر یوه حکمت خليل کرزي، اکليل حکيمي، سید سعادت منصور نادري او احمد شاه سنګدل پر ځای سناتوره ګلالۍ نور ساپي، د ښار جوړونې او اراضي سرپرست وزیر احمد جواد پیکار، د ولسمشر ستر سلاکار ضیاء الحق امرخېل او په پاکستان کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل د بورډ نوي غړي معرفي شول.

 

فضلي د خپلو څرګندونو په ترڅ کې وويل: ((موږ ولسمشرۍ ماڼۍ ته د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړو لپاره دغه نومونه لېږلي وو چې هغوی منظور کړل او له نن وروسته به دوی د دغې ادارې د بورډ غړي وي.))

 

همدارنګه د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې لپاره هم نوي کسان معرفي شول چې د غوراوي کمېټې څخه د چيف سليکټر ځای ختم کړای شو او پر ځای يې دوه غړي غوره شول چې يو يې له ۱۹کلنو د کم عمره لوبغاړو اوسنی او د ملي لوبډلې پخوانی روزونکی انډي مول او دويم يې مجاهد ځدراڼ ټاکل شوي دي.

 

فضلي وویل: ((مجاهد ځدراڼ له دې وړاندې د ملي لوبډلې د روزونکي، د غوراوي کمېټې او اړوند نورو برخو کې دندې ترسره کړې، همدا راز ښاغلی انډي مول هم هغه یوازېنی بهرنی روزونکی دی چې د افغانستان نولس کلنو او اې لوبډلې د روزونکي په توګه يې دنده ترسره کړې او افغانستان ته راغلی دی او دلته يې لوبغاړو ته روزنه ورکړې ده.))

Leave a Reply

Your email address will not be published.