افغان کمانډو ددشت ارچي مهمې سیمې نیولې دي

افغان کمانډوتېره شپه افغان کمانډو ځواکونو د کندوز ولایت په یوه مهمه ولسوالۍ برید پیل کړی او تر دم ګړۍ یې ددې ولسوالۍ مهمې نقطې له طالب اورپکو نیولې دي.

راپورونه وايي، هوايي ځواک هم د کمانډو ځواکونو د عملیاتو ملاتړ کاوه. افغان ځواکونه وايي دوی په سیمه کې وړاندې تللي او د ولسوالۍ تعمیر او ځینې مهمې سیمې یې له طالبانو نیولې دي. طالبانو د حاجي نعیم خان پر سړک د ملي اردو دوه ټانګونه سوځولي او جګړه په شدت روانه ده.

له سیمې ترلاسه شوي معلومات په ډاګه کوي چې طالب جنګیالي په کلیو کې دېره شوي او د خلکو له کورونو او مسکوني ساحو له افغان ځواکونو سره جګړه کوي. د کندوز ښار تر بېرته نیولو وروسته اکثره طالب جنګیالي له وسلو او مهماتو سره د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ ته ووتل. په یاده سیمه کې د شمال د ټولو طالبانو تر بل هرځای زیات تمرکز دی او هغه وسلې او مهمات چې له ښاره د طالبانو لاس ته لویدلي‌وو ټول یې ارچي کې ځای پرځای کړي وو.

عیني شاهدان وايي، افغان کمانډو ځواکونه په چټکۍ پرمخ روان دي او طالبان د تېښتې لاره نلري نو ځکه به تر اخري سلګۍ جګړه کوي. ارچي ولسوالي په داسې سیمه کې موقعیت لري چې اورپکو ورڅخه تخار او بغلان هم ناامنه کول، خو تازه مهال د ارچي د وتلو لارې بندې شوې دي او طالبان نشي کولای نورو ولایتونو کې عملیات وکړي یا وتښتي.

دشت ارچي له تیرو شپږو کلونو راهیسې د طالبانو په لاس کې وه، یوازې دولتي تاسیساتو کې به دولت و او زیاتره وخت تر حملو لاندې راتلل. څارونکي وايي، که افغان دولت وتوانيږي ارچي ولسوالي ونیسي نو د کندوز په هغه سیمه به حاکم شي چې بیا د طالب راتګ ورته ستونزمن دی او ښايي ددې ولسوالۍ نیول په ټول شمال کې د طالبانو پرفعالیتونو اغېز پریباسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.