افغان کومانډویانو کندز کې د طالبانو زندان مات، ۱۵ بندیان یې ترې ازاد کړل

افغان کومانډویانو کندز کې د طالبانو زندان مات، ۱۵ بندیان یې ترې ازاد کړل

محور؛ دوشنبه، د وږی میاشتې ۴ مه:

د ځانګړو ځواکونو قول اردو وايي: تېره شپه ناوخته افغان کومانډو ځواکونو د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ اړوند سیمه کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې ده چې په پایله کې يې له یاد زندان څخه ۱۵ بندیان خوشې کړای شوي دي.

د ځانګړو ځواکونو له قول اردو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: یاد بندیان افغان سرتېري و چې طالبانو سره اسیران وو.

خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې په دې چاپه کې طالبان وژل شوي دي هم کنه؟

افغان کومانډو ځواکونه دا څلورم ځل دی چې کندز کې د طالبانو زندان ماتوي.

تر دې وړاندې يې په ارزګان، بلخ، بغلان، هلمند، کندهار، غزني او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د طالبانو ستر ستر زندانونه مات کړي وو او په لسګونه افغان پوځیان یې ترې راخوشې کړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.