اف ۱۶ الوتکې؛ امریکا وايي پر پاکستان يې د خرڅولو احتمالي هوکړه کړې
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې پاکستان ته د اف ۱۶ جګړه ییزو چورلکو د پیرلو اټکلیز تړون سره یې هوکړه کړې ده.
د اسپوټینک د ګزارش پر بنسټ،د امریکا د دفاع وزارت د امنیتي همکاریو آژانس، پاکستان ته د ۱۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د اف ۱۶ جګړه ییزو چورلکو له اټکلیز پلور سره د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزارت له هوکړې خبر ورکړ.
داسی راپورونه هم خپاره شوي دي چې دا اټکلیزه هوکړه امریکا ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د سفر په ترڅ کې شوې وه.
د ګزارشونو پر بنسټ،د امریکا ولسمشر دونالدټرامپ هم د پاکستان لومړي وزیر سره ژمنه کړې وه چې پاکستان ته د امنیتي مرستو له سره پیل به وڅیړي.
دا په داسي حال کې ده چې د تیر کال په نومبر میاشت کې،ټرامپ پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په بی غورې تورن کړ،او پنټاګون له اسلام آباد سره یو میلیارډ او ۶۶ میلیونه ډالره مرستې وځنډولې.
Leave a Reply