البانيا د امريكا ملاتړى پاتې كيږي

جان کيريالبانیا په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموریت سره خپل ګډون ته دوام ورکوي. د البانیې لومړی وزیر وايي چې ځواکونه به یې تر هغې په افغانستان کې له امریکايي سرتیرو سره یو ځای وي، چې اړتیا یې وي.

د البانیا په پلازمینه تیرانا کې د دغه هیواد لومړي وزیر ادي مارا د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره له خبرو اترو وروسته وویل چې البانوي سرتیري به تر هغې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو په خوا کې وي چې اړتیا یې وي.

هغه وويل: (زمونږ سرتیري به په افغانستان کې له امریکايي سرتیرو سره خپل ماموریت ته دوام ورکړي او باید هلته له خپل لوى ملګري سره ملګري وپالو. د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر د داعش او نړیوالې ترهګرى سره د غښتلې مبارزې لپاره په ایتلاف هم وغږیدو.)

په همدې وخت كې د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كري وايي  البانیا له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د امریکا ملاتړی هیواد دی.

جان كري وايي: (البانیا هیله لري چې له هغو هیوادونو سره ودریږي چې غواړي له داعش سره مبارزه وکړي. په افغانستان کې هم زمونږ همکار دی او ژمن دی چې د سخت دریځۍ د له منځه وړلو لپاره په اوږد مهالې مبارزه کې و دریږي.)

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان یو ځل بیا په خپلو ملګرو غږ كړى چې له افغانستان سره په اوږدمهالو همکاریو ژمن پاتې شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.