المانۍ کارکوونکې د تښتوونکو له منګلو راخلاصه شوه

المانۍ کارکوونکې د تښتوونکو له منګلو راخلاصه شوههغه المانۍ مېرمن چې دوه میاشتې وړاندې په کابل ښار کې د نامعلومو کسانو له خوا اختطاف شوې وه، پرون بېرته راخوشي شوې ده.

جرمني مقاماتو د دغې مېرمنې راخوشي کېدل تایید کړي او وايي چې د هغې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

دغه مېرمن چې نوم یې په ډاګه شوی تېر اګست په کابل کې له خپل دفتر د باندې په رڼا ورځ د ناپېژانده وسله والو له خوا وتښتول شوه. دغې مېرمنې د جرمني له پراختيایي ټولنې GIZ سره کارکاوه.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر پرانک والټر تهران ته د سفر پرمهال وویل، دې خبر ډېر خوشاله کړی دی. نوموړي له افغان دولت او امنیتي ځواکونو مننه وکړه چې د المانۍ تبعه په خوشي کولو کې یې له دوی سره مرسته وکړه.

د تېر اپریل راهیسې دا د GIZ دویم کارکوونکی دی چې په افغانستان کې اختطاف کېږي. په تېر اپریل کې هم په کندوز کې وسله والو د دغې موسسې یو بل کارکوونکی په کندوز کې تښتولی و چې ۴۰ ورځې وروسته راخوشي کړای شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.