الېس ویلز اسلام آباد ته ورسېده

الېس ویلز اسلام آباد ته ورسېده

محور؛ سه شنبه، د زمري میاشتې ۱۵ مه: د سویلي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس ویلز پاکستان ته تللې ده.

اسلام آباد کې د امریکا سفارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

” دالېس ویلز سره له مل لوړ پوړي پلاوي اسلام آباد ته راورسېده؛ هغه به دلته د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړې او تر څنګ به یې د امریکا او پاکستان اړیکې هم و ارزوي. “

سرچینې وایي الېس ویلز به نن سه شنبه د پاکستان د بهرنیو چارو ددفتر چارواکو سره ویني اؤ ترهغې وروسته به د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډلو په کچه خبرې اترې کیږي.

ویلز پر داسې مهال پاکستان ته سفر کوي چې همدا اوس دوحه کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د سولې خبرې روانې دي.

که څه هم خبرې نوې ډیلي ته د خلیلزاد د تګ له امله ځنډېدلي دي، خو یو شمېر سرچینو رسنیو ته څرګنده کړې چې ممکن نږدې ورځو کې د سولې هوکړه لاسلیک شي.

عمران خان امریکا ته د خپل سفر پر مهال ژمنه کړې وه چې له افغان سولې بهیر سره به مرسته کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.