اما علي وایې د سیمې د امنیت د خوندیتوب له پاره دې د افغانستان امنیت ته پام وشي

د تاجکستان ولسمشر اما علي رحمان تېره ورځ د ریاض په کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل، چې ترهګریز فعالیتونه ټولې نړۍ ته خطر دي او نړیوالو ته په کار ده چې تر غونډو او کنفرانسونو ور هاخوا په عملي توګه ددغه پدېدې د له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي.
امام علي زیاته کړې، چې په تېرو ۲۵ کلونو کې د جګړو او ترهګریو د له منځه وړلو لپاره لسګونه نړیوال کنفرانسونه جوړ شول، خو یوه یې هم پایله نه لرله. ده ټینګار کړی چې ترهګري د ځينو حکومتونو ددوه مخي سیاست له امله پر نړیوال خطر بدله شوې ده او ټولنې یې له بحران سره مخ کړې دي.
د نوموړي په وینا د ترهګرۍ د ودې اصلي لامل دا دی، چې هېوادونه ددغه پدېدې پر وړاندې دوه مخی سیاست لري. د رحمان په وینا په نړۍ او سیمه کې د دوه مخو سیاستونو له امله ترهګري د ځينو سازمانونو او هېوادونو ملاتړ له ځان سره لري، چې دا لړۍ باید ودرول شي.
اما علي زیاته کړې که د هېوادونو ملاتړ نه وي او ځينې هېوادونه له ترهګرۍ د وسیلې په توګه کار وا نه خلې نو له منځه وړل یې لږ وخت غواړي. نوموړي ټینګار کړی چې د سیمې امنیت د افغانستان له امنیت او ثبات سره تړلی دی او ترهګري باید په دغه سیمه کې له منځه ولاړه شي او د سیمې هېوادونه یې له ترهګرۍ سره رښتینې مبارزې ته را وبلل.
رحمان دې ته هم اشاره وکړه، چې ترهګري یوازې د جګړو په زور نه کابو کېږي، بلکې ټولنیز عوامل یې دې په ګوته شي او سیاسي اړخونو یې دې وڅېړل شي او د له منځه وړلو لپاره یې دې منطقي حل لاره وپلټل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.