خطرناك موسم ته د جګړې په غځيدو انديښنه

ډګروال كليند افغان ځواكونو يو امريكايي سلاكار وايي چې دا ځواكونه نور بايد له خپلو هډو را ووځي او د طالبانو پروړاندې وجنګيږي. په هلمند كې د ۲۱۵ ميوند قول اردو يوامريکايي سلاکار ډګروال كلين چې د ملي اردو د سرتيرو د فراغت په غونډه کې خبرې کولې وويل هغه وخت اوس تير شوى چې سرتيري په هډو كې وي او نړيوال ځواكونه له وسله والو سره وجنګيږي.

د ميوند قول اردو دا سلاكار وايي كه اړتياوې بهرني سرتيري به هم له وسله والو طالبانو سره په مخامخ جګړه كې ونډه واخلي. خو افغان ځواكونه بايد وسله وال مخكې له دې له منځه يوسي چې د جګړې كرښې ته راشي.

ډګروال كلين وايي: (موږ يوازې د دې له پاره نه يو راغلي چې ستاسي وسايط ترميم كړو بلكې كه اړتياشي په جګړه كې هم برخه اخلو، خو نور ددې وخت تيرشوى چې تاسو په خپلوقرارګاو كې پاتې شى. اوس بايد په دښمن بريدونه وشي.)

محمد معين فقيرهغه انديښنه ښودلې چې كه د افغان ځواكونو حالت همداسې دوام وكړي نو ښايي دا جګړه خطرناك موسم ته وغځول شي. په همدې وخت كې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان محمد معين فقير وايي چې په سنګين كې همدا اوس هم د وسله والو پرضد عمليات دوام لري.

په هلمند كې د ملي اردو ترټولو مهم قوماندان په داسې حال كې دا څرګندونې كوي چې په دغه ولايت كې د موسا كلا ولسوالې په شمول څو سيمې وسله والو طالبانو نيولې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.