امريكايي ځواكونه به حقاني شبكه په نښه نه كړي

جنرال نيكولسنجنرال نيكولسن چې د جنرال جان كمپل پرځاى په افغانستان كې د غوڅ ملاتړ د ماموريت نوى قوماندان په توګه نومول شوى وايي دا د دوى په ماموريت كې نشته چې په افغانستان كې حقاني شبكه وځپي.

هغه وايي خپلو ځواكونو ته به هم دا امر ورنه كړي چې د حقاني شبكې غړي په نښه كړي.

هغه چې د امريكا د مشرانو جرګې يوې غونډې ته يې خبرې كولې ويلي د حقاني شبكې په نښه كول د دوى د ماموريت دنده نه ده او له دغه شبكې سره بايد افغان ځواكونه مقابله وكړي.

نيكولسن وايي د دوى ډير پام د القاعده شبكې او داعش پروړاندې مبارزې ته دى. دغه لوړ پوړي امريكايي جنرال ويلي په افغانستان كې امنيتي ستونزې د ډيريدو په حال كې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.