له افغانستان سره دوه ميليارده او پنځه سوه ميليون ډالره مرسته

اوباماد امريكا متحده ايالاتو ولسمشر بارك اوباما د افغانستان له پاره دوه ميليارده او ۵۰۰ ميليون ډالره مالي مرسته وړانديز كړې ده.

د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كري وايي دا پيسې به د تيرو لسيزو د لاس ته راوړنو په ساتنې او پراختيايي چارو، پوځيانو په روزنې، فساد پروړاندې مبارزې او ترهګرو او تند لارو د نفوذ په مخنيوي ولګول شي.

هغه وايي چې دا پيسې د مدني ټولنې په پياوړتيا او د روغتيايي خدمتونو، پوهنې او دولتي بنسټونو په وده كې هم لګول كيږي.

کانگرسد امريكا ولسمشر بارك اوباما د سې شنبه په ورځ د دولت د كلنۍ بودجې وروسته لايحه چې په هغه كې د افغانستان په اړه د امريكا د اوږد مهال ژمنو په ملاتړ ټينګار شوى دى كانګرس ته وليږله.

اوباما وايي  چې په دغه بودجه كې د افغانستان د ملي امنيت او اقتصادي ګټو ملاتړ ته پاملرنه شوې ده.

د امريكا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وايي په وړانديز شوې بودجه كې ۶۷۲ ميليونه او سل زره ډالره د يوه د پلوماتيك ماموريت د دوام، د خلكو د مشاركت د كچې لوړولو او پر ځان د بسياينې په لور د افغانستان د هڅو ملاتړ شامل دى.

د بودجې په لايجه كې ويل شوي چې د روغتيا، تعليم او ښځو د حقونو په برخه كې د تيرو ديارلسو كلونو لاس ته راوړنو ساتنه د يوه لومړيتوب په موخه پاتي دي، په داسې حال كې چې د حكومتوالى، قانون او اقتصادي پياوړتيا او فساد پروړاندې مبارزه كې له افغان دولت سره هڅو ته دوام ساتي. د امريكا د بهرنيو چارو وزارت وايي د افغانستان ماموريت د ملي امنيت يو مهم ماموريت دى.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.