امريكا افغانستان ته ۲۸ جنګي الوتكې وركوي

د ملي دفاع وزارت نوې ودانېد امریکا متحده ایالتونه افغانستان ته نوې الوتكې او زغره وال ګاډي وركوي. د افغانستان د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په دې الوتكو كې به څو بې پيلوټه الوتكې هم شاملې وي. د دفاع وزارت د وياند مرستيال جنرال محمد رادمنش وايي دا د هغه پروګرامونو لړى ده چې افغانستان غواړي د خپلو ځواكونو د پياوړتيا په موخه په پام كې لري.

جنرال راد منش وايي: (امريكا به په نيژدې وخت كې افغانستان هوايي ځواك سره  اته ويشت  اې  _ ٢٩ ډوله الوتکې  چې لوړ تخنيکي  او استخباراتي امکانات لري  دافغانستان  په واک کې ورکړي چې څلويې د را رسيدو په حال كې دي.)

هغه وايي په دې كې اته بې پيلوټه الوتكې دي او نورې بيا جنګي الوتكې. د ملي دفاع وزارت چارواكو هيله ښودلې چې دا الوتكې د جنورۍ تر پايه افغانستان ته وسپارل شي.

اې – ٢٩امريکا په داسې حال کې  دافغانستان هوايي پوځ ته  د اته ويشتو اې – ٢٩ ډوله  پرمختللو الوتکو دسپارلو تصميم  نيسي  چې څو ورځې مخکې د هند حکومت  هم درې جنګي  چورلكې افغانستان ته وركړې او يوه بله به هم په نيژدې راتلونكې كې وسپاري.

د ملي دفاع وزارت وايي د امريكا متحده ايالات به د افغانستان ملي اردو ته ۷۲۸ زغره وال ګاډي هم وركړي چې د امريكا او برازيل له خوا په ګډه جوړ شوي او پرمختللې تكنالوژي په كې كارول شوې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.