د روسيې رسنيو د رپوټ له مخې چين امريكا متحده ايالاتوته خبردارى وركړى چې د سويلي چين په اوبو كې به له خپل حاكميت څخه دفاع وكړي. ( راشاټوډې) ورځپاڼې او ( سپوتنيك ) خبري آژانس د رپوټ له مخې چين ويلي نوره به اجازه ورنه كړي چې د نړيوالو قوانينو په پلمه او د كيښتۍ چلولو د آزادو قوانيو په نامه يې ملي ګټې له ګواښ سره شي.
د چين ولسمشر ( شي جين پينګ ) چې د اټومي هيوادونو د مشرانو په ناسته كې د ګډون په موخه واشنګتن ته تللى د امريكا له ولسمشر بارك اوباما سره په كتنه كې دا څرګندونې كړې دي. هغه اوباما ته ويلي چين د ستونزوپه سوله ييزحل او مخامخ خبرو باور لري، خو د خپلو ملي ګټو په موخه به هم ګام پورته كړي .
د چين ولسشمر وايي د سويلي چين په سمندر كې به د نړيوالو قوانيونو په پلمه د نورو هيوادونو لاسوهنې ته اجازه ورنه كړي . هغه وايي چين به هيڅكله د كيښتۍ چلولو هغه قوانين ونه مني چې ملي ګټې او ملي حاكميت يې كمزوى كړي . د سرچېنې د مالوماتو له مخې د امريكا ولسمشر بارك اوباما ويلي امريكا د يوه سوله ييزاو پرمختللي چين هركلى كوي او له دغه هيواد سره به د نړيوالو شخړو د حل په موخه ګډ كار وكړي.
Leave a Reply