امريكا دې د كردانو له ملاتړه لاس واخلي

احمد داوود اوغلود تركيې  دولت وايي د دغه هيواد په انقره كې د تيرې شپې بريد (پي كې كې) كړى دى.  په دغه بريد كې چې په انقره كې په سرتيرو وشو اوه ويشت سرتيري او يو ملكي وګړى يې ووژل. د تركيې لومړي وزير احمد داوود اوغلو وايي د دغه بريد عاملين يې پيژندلي دي.

هغه وايي:  (دا برید د پي كې كې  ترهګرې ډلې او په سوریه کې د هغوې د پوځي  څانګې (وای پي جي) ډلې لخوا شوی دی، د برید په تړاو تر اوسه پورې ۹ تنه نیول شوي دي.)

د تركيې حكومت وايي د دغه چاودنې په اړه ترلاسه كړي شواهد او لاسوندونه به له نورو هيوادونو سره هم شريك كړي. د تركيې پوليس وايي بريد د  صالح نجار په نامه يو شخص له خوا شوى دى.

د تركيې لومړي وزير احمد داوود اوغلو  له هيوادونو او په ځانګړې توګه امريكا وغوښتل چې په سوريه كې د (پي كي كي) ډلې د پوځي څانګې (واى پي جي) له ملاتړه لاس واخلي. نوموړي ويلي كه له دې سره سره امريكا نور هم له دغه ډلې ملاتړ وكړي نو د ترهګرۍ پروړاندې د امريكا مبارزه به تر پوښتنې لاندې راولي خو دغه ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.