امريكا هره ورځ د داعش په جګړه (يولس نيم ميليون ډالره) لګوي

داعشد امريكا متحده ايالات وايي د داعش پر سنګرونو يې لس نيم  زره  بريدونه كړي دي. دا مريكا ولسمشر بارك اوباما وايي دا بريدونه د امريكا د جنګي الوتكو له خوا په عراق، سوريه او ليبيا كې د داعش پر مركزونو شوي دي. باراک اوباما ويلي د داعش ډله په عراق او سوریې کې کمزورې شوې او په عراق کې یې تر خپل واک لاندې ۴۰ سلنه خاوره له لاسه ورکړې ده.

هغه وايي ډاډمن دى چې دا جګړه به وګڼي. ​​امریکا د ۲۰۱۴ کال د اګست له میاشتې راهیسې د داعش په ضد جګړه کې ښکیله ده او تر اوس د پنټاګان د شمیرو له مخې، ۶.۲ میلیارد ډالره پر جګړې لګښت شوى چې هره ورځ يوولس نيم مليون ډالره كيږي.

په دې جګړه کې د داعش د ټولو وژل شوو جنګیالیو شمیره نده روښانه خو د امریکا د دفاع وزارت وايي د داعش ۱۳۹ ټانکونه، ۳۷۱ زغروال موټر، ۶۷۲۰ مورچلې، ۱۲۱۶ د تیلو زيرمې او ګڼ نور پوځي او مالي تجهیزات وران شوي دي.‌

Leave a Reply

Your email address will not be published.