امريكا وايي ايران دې د دوى بيړۍ ژر خوشي كړي

امریکا او ايراند امریکا د سمندري ځواکونو دوه بېړۍ چې لس امریکایي چلوونکي په کې سپاره وو ایران نیولي دي.‌ نړیوال خبري اژانسونه وایي چې له یادو بېړیو سره، چې د کوېټ او بحرین تر منځ اوبو کې ګرځېدلې، د امریکا د دفاع د وزارت ‌ اړیکه پرې شوې ده.‌

د برتانیا ډیلي میل ورځپاڼه لیکي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له ایراني چارواکو سره خبرې كړي  او امریکایي چارواکو ته ډاډ ورکړل شوی چې بېړۍ به یې ژر بېرته خوشې کړای شي.‌

راپورونه وایي چې یوه بېړۍ په داسې حال کې چې کسان په کې سپاره وو له تخنیکي ستونزې سره د مخامخ کېدلو څخه وروسته د ایران اوبو ته ننوتې ده.‌ امریکا غوښتنه کړې ده چې بېړۍ دې یې «چټکې» خوشې شي.‌

Leave a Reply

Your email address will not be published.