امريكا وايي لاهم د سولې په خبرو باور لري

جان کربید امريكا متحده ايالات وايي تراوسه هم دغه هيواد په  افغانستان كې د سولې د خبرو په پايله باور لري. له هغه وروسته چې په پيښور او كابل كې وروستيو بريدونو وروسته ځينو رسنيو تبصره كړې چې ښايي ولسشمر محمد اشرف غني په پاكستان كې د سولې د خبرو په اړه غونډه تحريم كړي او پاكستان هم ښايي د دغه خبرو په اړه ناهيلى شوى او يا نوي شرايط را پورته كړي، خو د امريكا د بهرنيو چارو وزارت وايي چې تراوسه هم د سولې د خبرو په پايلو باور لري.

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان كربي  وايي: (موږ له ډيره وخت د افغانستان په مشرۍ د سولې په خبرو عقيده لرو، هغه د افغانستان د پرمختګ لاره ګڼو او ملاتړ يې كوو. موږ په دې باور يو چې اوسنى تاوتريخوالى نه شي كولاى دا بهير ودروي.)

هغه وايي چې دوى به له افغانانو سره خپلو مرسته ته دوام وركړي او له دغه هيواد سره به ګډ كار وكړي ترڅو دا ستونزې حل ومومي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.