امريكا: پاكستان دې د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه كې جدي هڅې وكړي

بارک اوباماد امريكا ولسمشر بارك اوباما وايي پاكستان بايد د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه كې ډير اقدام وكړي. هغه پرس ټرست انډيا سره په مركه كې ويلي چې پاكستان كولاى شي په دې برخه كې جدي اقدام وكړي او دا ډلې وځپي.

هغه په دې مركه كې ويلي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه كې په سيمه او ټوله نړۍ كې بايد له صبر او زغم څخه كار وانه خيستل شي بلكې دا كسان بايد عدالت ته راوستل شي. اوباما په دې مركه كې د كومې ځانګړې ډلې نوم نه دى ياد كړى.

نواز شريفبلخوا د پاكستان لومړي وزير نوازشريف وايي له افغان چارواكو سره يې هوكړه كړې چې خپله خاوره به د يو او بل پروړاندې نه كاروي.

هغه ويلي  چې د پيښور په چارسده كې شوى بريد د افغانستان له خاورې تنظيم شوى خو دى افغان  حكومت په دې نه ملامتوي ځكه يو شمير ډلې او كړى دا كار په خپله كوي.

هغه په لندن كې په خپلو خبرو كې ويلي: (د ګاونډي هيواد ځينې عناصر د پاكستان په خاوره كې په ترورستيي پيښو كې لاس لري.)

دا په داسې حال كې ده چې افغان حكومت تل ويلي چې وسله وال طالبان په پاكستان كې روزنه ترلاسه كوي او همالته خوندي ځايونه لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.