امريكا په اروپا كې دفاعي بودجه څلوربرابره لوړوي

اشتون كارترد امريكا متحده ايالات غواړي په اروپا كې خپله دفاعي بودجه څلور برابره لوړه كړي. د امريكا متحده ايالاتو د دفاع وزير اشتون كارتر وايي چې دا كار د روسيې د (جنجالي سياستونو) له امله كړى دى. کارټر وايي روسیه د هرې ورځې په تیریدو د امریکا لپاره په یو لوی خنډ بدلیږي. دا خنډ په تلو تلو کې مخ په لویدو دی.

نوموړي وویل پنټاګون په پام کې لري چې د داعش پر خلاف د مبارزې کچه ۵۰ سلنه نوره هم لوړه کړي. كارتر وايي په ۲۰۱۷ کال کې به د ۴۵ زره توغندیو او راکټونو لپاره ۱ عشاریه ۸ میلیارده ډالره پانګونه وكړي  اوپه اروپا کې به دفاعي بودیجه ۴ برابره لوړه کړي.

د امريكا ددفاع وزارت وايي دا بودجه به د نورو سرتيرو پرځاى پرځاى كولو او له ملګرو هيوادونو سره په پوځي تمرينونو ولګول شي.

کارټر ويلي  په تیرو ۲۵ کلونو کې امریکا د داسې کومې پریکړې اړتیا نده لیدلې خو له بده مرغه چې اوس  اندیښنې د هرې ورځې په تیریدو په ډیریدو دي.

پنټاګون په پام کې لري چې په ۲۰۱۷ کال کې په اروپا کې خپل دفاعي بودیجه ۳عشاریه ۴ میلیاردو ډالرو ته لوړه کړي. د ویلو ده چې د روسیې او لویدیځ ترمنځه اړیکې په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې لخوا په اوکراین د مداخلې او د کریمیا سیمه د روسیې سره د الحاقولو نه وروسته مخ په خرابیدو شوې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.