امريكا په افغانستان كې اغيزناكه تګلاره نه درلوده

افغانستانپخوانی امریکايي ډپلوماټ رامین ازګرډ وايي، په افغانستان کې د ستونزو د دوام لامل د امریکا د وړ او ګټورې تګلارې نشتوالى دى.

دغه امریکايي ډپلوماټ چې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۳ میلادي کال یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې وايي په افغانستان کې د پراخ مالي لګښت سره سره دغه هېواد لا هم د خورا بد امنیتي وضعيت او (ناخوالو) سره مخامخ دى.

رامین ازګرډهغه وايي که امریکا یو ځل بیا افغانستان په خپل حال پرېږدي، له ګڼو ناامنو او ناخوالو سره به مخ شي.

دغه امريكايي د پلومات امریکا په افغانستان کې د ناسمې تګلارې له امله پړه بولي او وايي  اوس باید په ځینو نویو او ګټورو لارو چارو پیدا کولو فکر وشي.

رامین ازګرډ د افغانستان او پاکستان تاریخي اړیکو ته په نغوتې سره  وايي امریکا نشي کولی پاکستان ته له افغانستان سره د اړیکو د ښو کولو امر وکړي.

د امريكا دا لوړ پوړى دپلومات په داسې حال كې دا څرګندونې كوي چې په دې  وروستیو کې یو ځل بیا د کابل او طالبانو ترمنځ د امریکا، چین او پاکستان د څلور اړخیزو ناستو لړۍ پیل شوې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.