امريكا په عراق كې پوځي هډې پرانيزي

د امریکا متحده ايالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري پرون په عراق كې د دغه هيواد له لومړي  وزير حيدرالعبادئ او د كردستان د سيمه ييز حكومت له لومړي وزير نوشيروان بارزاني سره كتلي دي. د امريكا د بهرنيو چارو وزرات د دغه سفر موخه ې له  عراقي مشرانو سره د امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزو په اړه خبرې ښودلې دي. سرچينه وايي جان كري په دې يو ورځينې سفر کې د عراقي چارواکو سره خبرې وکړې او هغوی ته یې د عراق د حکومت څخه د امریکا د ملاتړ ډاډ ورکړى دى.  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یوې اونۍ لپاره د منځني ختیځ او آسیايي هیوادونو په سفر وتلی دی. د روانې اونۍ په پیل کې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت اعلان وکړ چې په عراق کې به څو نورې کوچنۍ پوځي اډې پرانزي چې د پنتاگون د اوپراسیون د رئیس د مرستیال اندریو لویس په وینا د جگړې د لومړی کرښې لپاره پوځي ملاتړ برابر کړي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.