امریکا، ایران، سعودي او پرافغانستان د نوې لوبې سیوری

اباسین بریالد هغو خلکو لپاره چې د تاریخ داستانونه یې ژر له هېره وځي، ښايي دا خبر یو اقتصادي تصادف یا د تېلو د سیلاب راوتل ښکاره شي، چې پر ایران د نړیوالې ټولنې د بندیزونو له ختمېدو سره په دغه هېواد کې د یوې بوشکې تېلو بیه تر بوشکې ارزانه شوې خو په اصل کې له ایران او سعودي سره د امریکا د تیلو او سیاست پاليسي د ۱۹۶۹ او ۱۹۷۷ کلونو اپوټه حالت ته ګرځي.

هغه مزې چې یووخت ایران کولې، بیا سعودي ته ورنصیب شوې اوس د هماغې یارانې امتیاز ته د ایران د اخندانو لاس په ور رسېدو دی. (په ایران کې د یوې بوشکې خامو تیلو بیه چې ۲۰۰ لیتره وي، تر ۳۰ ډالرو هم رالوېدلې او د نفتو په عمومي بیو کې ۸۰ سلنه ټیټوالی راغلی دی).

په ۱۹۶۹ او ۱۹۷۴ کلونو کې د طاوسي تخت سلطان رضا شاه چې په واشنګټن کې به یې خلک د لباس، بوټونو او دبدبې نندارې ته ګوته په غاښ ولاړ وو، د امریکا داسې یو ملګری و، چې په ګډه یې پر سعودي د برید پټ او بیړنی پلان ترتیب کړی و غوښتل یې د سعودي په زېرمو خېټه واچوي او حتی واشنګټن تهران ته اجازه ورکړې وه، چې باچا د فارس خلیج د امپراتور په توګه د سعودي د ځپلو لپاره له امریکا څخه د اتومي انرژۍ ژوندۍ بټۍ رانیسي.

په شپږو یادو کلونو کې د ایران شاهي نظام د امریکا په خوښه د تېلو بيې ټاکلې، اوپیک یې څرخاوه، د سعودي او نورو عربي هېوادونو تېل یې په مارکیټ کې بې ارزښته کول او امریکا ته يې د خامو تېلو لويې زېرمې بخشش کړې وې. ایران د ورځې د درې ميلیون بیرله تېلو په تولیدولو سره د امریکا له خوښې او ضرورت سره سم د مارکېټ د بحران کچه کابو کوله.

ترکله چې امریکا له ایران سره خوږې اړيکې لرلې، ایران ته یې د هربیرل تیلو په بدل کې یوه ماډرنه وسله ورکړې، چې سعودي په وویروي او که ضرورت شي په ککرۍ یې ووهي. ایران د شلمې پېړۍ په اویایمه لسیزه کې له دې فرصت اعظمي استفاده وکړه او ځان یې د سعودي پروړاندې ثابت کړ. په ۱۹۷۶ میلادي کال سعودي د ايران د تېلو په صادراتو او توليد یوه نااټکل شوې کودتا وکړه، لوبه بدله شوه، امریکايي ديپلوماتان د تهران پرځای د ریاض په واټونو کې راښکاره شول.

کله چې په همدغه کال په اوپیک کې ایران د تیلو بیيې ۱۵ ٪ سلنه لوړې کړې، ریاض په اوپیک کې اعلان وکړ، چې دوی به د تېلو بیيې په ۷ سلنه لوړوالي سره وساتي ځکه دوی نه غواړي د اروپايي هېوادونو د تېلو د قحطۍ او بربادۍ ګناه په غاړه واخلي. په دې هرڅه کې د امریکا لاس و او امریکا هغه ایران ته شا کړې وه، چې د خبرو لهجه یې د یو ملګري له حیثیت څخه د یو سیال حیثیت ته لوړه شوې وه.

کله چې د نفتو مهم صادرونکی سعودي عربستان چې د نړۍ پنځمه برخه ثابت نفت لري له امریکا سره جوړ راغی، د ایراني رضا شاه زوال شروع شو، په ۱۹۷۷ کال کې يې حاکمیت د روح الله خمیني سخت دريځو شعیه تبعیدیانو ته پاتې شو او شاه کال وروسته په مصر کې په جلا وطنۍ کې د تېلو د سربداله سوداګرۍ په لالچ کې زاره چاودۍ شو.

کټ مټ هماغه لوبه اوس یو بل پړاو ته داخله شوې ده، له دریو لسیزو مزو چړچو وروسته سعودي چې له امریکا سره د ‌ډغرو او نفتي فریب له درکه عروج ته رسېدلی دی د ۲۰۱۶ کال له پیله د هماغه ایران په بیا مطرح کېدو سره له زوال سره مخ کېږي. سعودي هم پریمانه امریکايي وسلې لري، تیل لري، خو مارکیټ یې محاصره شوی او امریکا يې یو تاریخي سیال بیا د واشنګټن د سرو غالیو پرفرش ګرځېدو ته وردعوت کړی.

د ایران د اتوم معما یو ډراماتیک حل پیدا کړ، هغه معمی چې فکر کېده اخندي نظام به پکې سر وخوري او یا ښايي د عرب پسرلي څپې په اخري تمځای تهران او اصفحان کې وڅرخېږي. په اصل کې د اتوم معامله د تیلو په سوداګرۍ د مستقیم تاثیر وسیله وه، چې امریکا د خپلې خوښې مطابق کوچ ځنې وایستل او نوره یې سړه حل لاره ورته پیدا کړه. کله چې په ۱۹۷۳ کال کې امریکا پر ایران د اتومي ژوندیو بټیو د پلور پټې معاملې ته غاړه اېښوده نو څنګه ممکن شي، چې د اتوم پرسر نننۍ نانندرۍ دې له دومره اهمیت ډکې وګڼل شي لکه چې مطبوعاتو تودې ساتلې؟

د تېلو د سوداګرۍ په برخه کې ایران یوار بیا د سعودي د حریف په توګه سر رااوچت کړ او دې برخه کې سعودي له هرې ديپلوماتيکې هڅې سره په خوله خوله لګېږي. د جنورۍ په نیمايي کې په ناڅاپي ډول پر ایران دنړۍ اقتصادي تحریمونه لرې شول، او ایران خپله هغه سلګونه ملیارده کنګل سرمایه بیرته ترلاسه کړه، چې په بهرنیو بانکونو کې ورته فولادي قلفونه پراته وو. او ایران په همدې ترڅ کې پرامریکا او متحدینو یې د تیلو نل لیکې ورخوشي کړې.

اوس د تیلو په نړیوال مارکیټ کې یوه هیاهو ده؛ ایران خپل تیل د خاورو په بیه لیلام کړي دي او سعودي نشي کولای د تیلو خپل منظم پلان د یوې ناڅاپي سیالۍ له لیونیو څپو سره همغږې کړي.

خو ددې هرڅه ترڅنګ د جنګ او سیاست یوه نوې ستراتیژي هم په سیمه ييزو حالاتو خپل تاثیر لري. که اتوم د تیلو قربانیدای شي نو تیل هم د مذهبي شخړو او د سعودي او ایران د تاریخي دښمنۍ د بیا راژوندي کېدو په برخه کې خپل کار وهلای شي.

 

څو مهم ټکي یې دلته د یادولو وړ دي:
  • ایران باید د روسي ټلوالې په متحد بدل نشي:

د داعش پدیده چې د امریکا د ګټو د تضمین لپاره یوه سازمان شوې هغه بلل کېږي ددې لامل شوه، چې روسان د یو بلاک د تشکیلېدو لپاره ایران د یو مهم غړي په توګه د ځان پرخوا کړي. په ایراني اخندي نظام کې د امریکا پرضد احساسات په اوج کې و، او دا وضعیت په سیمه کې د بلاک د تشکیل لپاره ښه زمینه وه. امریکا د منځنۍ اسیا او په تیره د روس د تجرید لپاره په اسیا کې د خپلې لوبې دویم پړاو ته داخله شوې ده او داخبره اوس موډ نلري، چې د ایران اتومي هڅې دې د یو مانع په توګه تر ملګرتیا جوړولو ډېر اهمیت ولري، ځکه نو امریکا ایران ته ټول هغه شرايط او امتیازات ورمخ ته کړل چې په اویایمه لسیزه کې یې رضا شاه ته ورکول. او دې چارې خپل تاثیر د تیلو له سیلابه پیل کړ.

  • په سوریه کې د ایران، امریکا او روسانو د ښکېلتیا ماهیت:

د بشار الاسد رژیم د راپرځولو په موخه امریکا د داعش د عملیاتو لپاره خوشبینه وه، خو کله چې روسانو عملاً د جنګ صحنې ته ودانګل، امریکا ددویم منطقي انتخاب په فکر کې شوه. نورې ډلې هم شته چې د بشارالاسد رژیم ړنګول غواړي او هغوی ډېرې سخت دريځې ندي خو د نظام ستنې ډېر وخت کاواکه ساتلی شي. په داسې شرايطو کې له یوې خوا ترعراق وروسته د روسیې د وسلو د خرڅلاو دویم مارکیټ  سوریه له کاره غورځي او له بلې خوا امریکا د خپل حضور لپاره له ایران سره خپل مشترکات پیدا کوي. ایران هم د بشارالاسد د رژیم د بقا لپاره عملاً هلې ځلې کوي، خو کله چې د شعیه تندرو ډلو حزب الله، د فلسطین حماس او عراقي شعیه یاغیانو د فعالیتونو څرنګوالي ته وکتل شي او په واک کې د بشارالاسد ساتنه سخته شي، نو د سخت دریځو مخالفینو په منځ کې به د ایران له ملاتړه برخمنې پاسنۍ ډلې نور تمایلات پیدا کړي او نوی انتخاب به ولري چې شاید د امریکا په ګټه وي او یا حداکثر په سوریه کې د جنګ بحران دوامدار وساتلی شي. په دې تناسب د ایران او روسيې ګټې په سوریه کې سره جلا کېږي او حتی یو دبل په تقابل کې واقع کېږي.

  • له عربي خاورې د باندې داعش:

دواړه هېوادونه هم سعودي او هم ایران په دې باور دی، چې د سني او شعیه جګړو پټې سکروټې په رابرسیره کېدو دي، دا جګړه خامخا پیل کېدونکې ده خو برلاسي به د هغه چا وي چې لومړی ګذار وکړي. سعودي عربستان د ۳۴ اسلامي متحدو هېوادونو ترهګري ضد نظامي  ټلوالې جوړېدل اعلان کړل او په دې ټلواله کې یې د افغانستان او پاکستان نومونه په سرکې یاد کړل. دا په اصل کې د سعودي له خوا د جنګ د اعلان پیش قدمي ده. په پاکستان کې اوس هم تر څلور زره زیات عرب جنګیالي اوسېږي، چې سلفي عقاید لري او په سیمه کې د جګړې اوږده تجربه یې د القاعده، افغان مجاهدینو او طالبانو په صفونو کې درې لسیزې تمرین کړې ده. دغه راز سعودي په پاکستان کې د ترهرګرۍ روزنکو مدرسو اتیا سلنې ته یې اوس هم بودجه ورکوي. سعودي لومړۍ د ټلوالې په منځ کې پاکستان له ایران سره مخامخ کوي او دا د پاکستان اخري مجبوریت دی، چې د سعودي پروړاندې نمک حرامي نشي کولای. ایران هم په دې پوهېږي چې په پاکستان کې د سني او شعیه جګړه له پاړه چناره نیولې تر کوټې له تیرې یوې نیمې لسیزې په مخفي شکل روانه ده. په افغانستان کې هم چې سعودي پلوي جنګیالي د طالب او داعش په داعیه کې عملاً خپل سنګرونه ټینګوي د ایران نفوذي ساحې تر محاصره لاندې نیسي. په دواړو هېوادونو کې یاغي جګړه سني او شعیه په هغه صورت کې سخت سره مخامخ کولای شي، چې دواړه خواوې یوه یې له سعودي او بله یې له ایرانه د مذهبي تړاونو په اساس حمایت ترلاسه کړای شي.

  • امریکا له سعودي سره څه کوي؟

کله چې په دې ټکي توافق سره ولرو چې د منځنۍ اسیا پرخوا غځېدونکې جګړه د امریکا د ستراتيژۍ یوه برخه جوړوي په دې صورت کې ایران تر سعودي یو ګام د مهمې قضيې مهمې جعرافیا ته یو څه رالنډ دی. امریکا وړمه ورځ له یو مهم راز پرده پورته کړې ده، د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته ګواښ کړی، چې که په سعودي اتومي سرګلولې وپلوري نو له سختو عواقبو سره به مخ شي. جان کیري ویلي؛ له ایران سره د اتومي لانجې پرسر له توافق وروسته اوس داسې اندېښنې راپیدا شوې چې سعودي هڅه کوي له پاکستان سره اتومي معامله ترسره کړي. دده په خبره خو سعودي لا نه پوهېږي چې ددې پایله څه کیدای شي. پاکستان پرسعودي ځان ساتي او د اتوم د تعامل د معلوماتو لیک کېدل یې یو له هغو عواملو دی، چې پاکستان ایران ته وښيي، یوازې ندی او له سعودي سره رابطه یې یوازې دداعش د ملاتړ لپاره نه بلکې تردې ژوره ده.

سعودي او پاکستان ته د امریکا ګواښ له ایران سره د نوې یارانې لومړنۍ مرسته ده چې سعودي ځپي، او ترڅنګ یې پاکستان هم د خپلې خوښې اړیکو جوړولو ته نه پرېږدي. امریکا پاکستان ته په نوې لوبه کې سخت ضرورت لري، خو پاکستان ویره لري، چې په دې میدان کې به یوازې د قرباني په حیث پاتې شي نو ځکه یې په سیمه ييزو تعاملاتو او اتحاد منګولې خښې کړې دي.

 

پایله:

په اصل کې د ایران او سعودي تقابل چې د سلفي او شعیه ترمنځ د جګړې په اجنډا پیل کېدونکی دی ، خطرناک تقابل دی، داسې نده چې امریکا به د ایران لوری راټینګ کړي او سعودي ته به شا کړي، خو هغه جګړه چې په نتیجه کې یې څه پېښېږي د امریکا د اهدافو پرلور ترټولو ارزانه حتی بې لګښته او بې مسولیته جګړه ده.

د یو مهم امریکايي مقام په خبره په افغانستان، پاکستان او ایران کې نوې جګړه تر ترهګرۍ ورهاخوا د اوبو، ځمکو او سرحدونو په انګېزه غځېدای شي، خو مذهبي فرقه يي تاوتریخوالی به ددې جګړو د پراختیا او قوت لپاره د داوطلبو جنګیالیو ډير لوی لښکرونه سره مخامخ کړي او د نوموړي په خبره دا جګړه پنځوس کاله دوام کولای شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.