ډانفورډ: پوځي ماموریت مو عادي روان دی

ډانفورډ: پوځي ماموریت مو عادي روان دی

د امریکا د پوځ لوی درستیز جوزېف ډانفورډ و یلي، افغانستان کې يې پوځي ماموریت د تېر په څېر روان دی

هغه خپلو سرتېرو ته په خطاب کې ویلي: دا اوازې ناسمې دي چې مونږ به ځو، تاسو همدلته یئ او خپل ماموریت چې پرون مو درلود، همداسې به یې راتلونکي کې هم ولرئ

له سوریې د امریکايي ځواکونو د وتلو د راپور له خپرېدو وروسته داسې اوازې خپرې شوې چې ګنې پنځوس سلنه بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي؛ خو تر اوسه امریکايي چاوراکو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي

وړمه  ورځ افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال سکاټ مېلر ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال ویلي و: تر اوسه يې د ځواکونو د اېستلو امر نه دی تر لاسه کړی

که څه هم پاکستان او روسیې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر اېستلو خوښي څرګنده کړې؛ خو یو شمېر لوېدیځو هېوادونو بیا دغه کار تېروتنه بللې ده

Leave a Reply

Your email address will not be published.