امریکايي سناتوران: ټرمپ دې مونږ ته وضاحت راکړي

امریکايي سناتوران: ټرمپ دې مونږ ته وضاحت راکړي

د امریکا د سنا جرګې غړي لینډسي ګراهم رسنو سره په خبرو کې ویلي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پرېکړې په تړاو باید د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مونږ ته وضاحت راکړي

هغه ویلي؛ په افغانستان کې وسله والو ډلو ماته نه ده خوړلې او د وتلو په صورت کې به دوی پر امریکا بیا بریدونه وکړي

یو شمېر امریکایي رسنیو د پنټاګون د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې ولسمشر ټرمپ له سوریې وروسته په دې غور کوي چې په افغانستان کې هم د خپلو پوځیانو شمېر نمایي ته راکم کړي.

د امریکا د دې احتمالي پلان پر اساس په پام کې ده چې له افغانستان څخه تر راتلونکي اوړي پورې اووه زره پوځیان وایستل شي.

خو افغان حکومت وایي، د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان د امنیت پر وضعیت بد اغېز نه شي کولای

Leave a Reply

Your email address will not be published.