امریکايانوپه افغانستان كې په داعش د بريد اجازه ترلاسه كړه

داعشواشنګټن په افغانستان کې امریکایی ځواکونو ته په داعش وسله والو د بریدونو اجازه ورکړه. وال ستریت ژورنال امریکایی ورځپاڼه د یوه امریکایی چارواکي له قوله وایی چې سپینې ماڼۍ د امریکا دفاع وزارت ته قانوني اجازه ورکړې څو افغانستان کې د داعش ډله هدف وګرځوي.

دا لومړی ځل دی چې له عراق او سوریې وروسته بل هېواد کې امریکایی ځواکونه په داعش ډلې بریدونه پیلول غواړي. دغه ګام له هغه وروسته  پورته  كيږي چې د امریکا دفاع وزیر اشټون کارتر په  دسامبر میاشت کې په افغانستان کې د داعش خلاف د جګړې د پراختیا لپاره د زیات واک غوښتنه کړې وه.

تر دې مهاله امریکایی ځواکونه د القاعده او طالبانو په سنګرونو د محدودو پوځي عملیاتو اجازه لري. په افغانستان کې د امریکا جګپوړی قومندان اټکل کوي چې داعش په دغه هېواد کې له درې زرو زیات جنګیالي لري، او په وروستیو کې دغې ډلې په جلال آباد ښار کې د پاکستان په کونسلګرۍ د برید مسولیت هم منلی دی. په دغه برید کې د اوو امنیتي سرتیرو په ګډون دیارلس تنه ووژل شول.

Leave a Reply

Your email address will not be published.