امریکا افغانستان ته نور پوځي وسایل لیږدولي

د کراچې بندرامریکايی ځواکونه د کراچې له بندر څخه افغانستان ته د پوځي وسایلو د لیږدولوکار اخلي. په پاکستان کې ( ډاون نیوز) وایی د امریکايی وسلو او تجهیزاتو بار د یوې کیښتې وسایل نامالوم لوري ته وړل شوي چې ښايی مقصد یې افغانستان وي.

پاکستاني چارواکو ویلي د مارچ میاشتې په لومړې اونې کې د امریکا یو ګڼ شمیر پوځي وسایل د کراچې بندر ته  د یوې کیښتې په وسیله لیږدول شوي دي. په اسلام آباد کې چارواکي وايی دا وسایل دامریکا په پوځ پورې تړاو لري. د رسمي اسنادو له مخې د امریکا متحده ایالاتو د (ام وي لیبرتي) کیښتې د کراچې بندر ته ۴۰۱ پوځي واسطې لیږدولې ، هر یو یې دوه اعشاریه پنځه ټنه وزن درلود او د مارچ میاشتې په لومړیو کې د بندر ختیځ ته راو ورسیدل او د مارچ په شپږمه له دغه بندر څخه یووړل شول.)

د پاکستان د وارداتو عمومی ادارې ( آی جي ام ) د دغه وسایطو ډول نه دی ښودلی، خو یوې سرچینې ( داون نیوز) ته ویلي دامریکا ډیرې نقلیه وسایط (هاموی) دي چې د عراق او افغانستان په جګړو کې ترې استفاده شوې ده.

د (ام لیرتي) کیښتې دا وسایل د (ویلمینګتون) له بندرڅخه د پاکستان د کراچې بندر ته لیږدولي دي او ډیر احتمال دادی چې دا وسایل افغانستان ته لیږدول شوي دي، ځکه واشنګتن په افغانستان کې د پوځي حضور  ددوام پریکړه کړې ده. د پاکستان د کراچې بندر له لارې امریکا افغانستان ته لوجستیکي مواد او نور داسې وسایل لیږدوي چې وژونکي نه وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.