امریکا افغانستان ته ۲۰ جنګي الوتکې ورکوي

امریکا الوتکېد ملي دفاع وزارت وايي، امریکا اعلان کړی چې شل جنګي جیټ الوتکې به د افغان ځواکونو په واک کې ورکړي او د ورکړې دغه لړۍ به راتلونکي میاشت پیل شي. د ملي دفاع وزارت وايي، په متحدو ایالتونو د ځینو روزل کیدونکو افغان پیلوټانو زده کړې هم راتلونکې میاشت پای ته رسیږي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیری وايي، دغه الوتکې به په متحدو ایالتونو کې له روزل شويو افغان پیلوټانو سره یو ځای په تدریجي ډول هیواد ته راولیږدول شي. شاوخوا دوه سوه افغان پوځي پیلوټان په متحدو ایالتونو او متحدو عربي اماراتو کې پر زده کړو بوخت دي.

وزیری وايي، د هوايي ځواک په جوړیدو جدي کار پیل شوی او هڅې دا دي چې د دغه ځواک ټولې اړتیاوې پوره شي. تازه ولسمشر غني هم له امریکايي چارواکو سره د ویډیوي کنفرانس له لارې د افغان پوځ په تجهیز او پیاوړتیا ټينګار کړی دی. کابل په دې ورستیو کې له روسې او هند څخه هم پوځي مرستې غوښتي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.