امریکا باور نه درلود چې روسیه به په داعش برید وکړي

امریکا باور نه درلود چې روسیه به په داعش برید وکړيد امریکا د نړیوالې پالیسۍ امریکايي‌ څارونکي‌ وايي، امریکا اټکل نه کاوه، چې روسیه به له بشارالاسد سره پوځي مرسته وکړي او عملاً به په سوریه کې دداعش پرضد برید وکړي.

سپینې ماڼۍ د تل په شان فکر کاوه، چې په اویایمه لسیزه کې په منځني‌ ختیځ کې امریکا وېرولې روسیه به کله هم له امریکايي اهدافو سره د مخامخ ټکر جراُت ونکړي او نه به د افغانستان ناکامه تجربه تکرار کړي. دوی باور درلود چې روسیه یوازې د خپلو ملګرو د بقا ګواښ کوي خو ګواښ یې عملي‌ ندی.

مشهور خبریال مپاول حوتسانتي وايي، خبره یوازې، د نویو او دقیق هدف ویشتونکو روسي‌ وسلو د ازمیښت نده، بلکې په سوریه کې دداعش پرضد برید د روسیې د مقابلې د چمتوالي‌ اندازه او د ګړندیو عملیاتو څرنګوالی په ډاګه کوي.

ددې خبریال په نظر د امریکا دا زخم کولای شو په ۱۹۶۷ کال کې فضا ته د روسیې د مصنوعي سپوږمکۍ له لېږد سره مقایسه کړو. که هغه وخت د پخواني شوروي اتحاد تخنیکي بری د امریکا لپاره له اټکل اوچت و، خو اوس د روسیې د پوځي طاقت اندازه چې ویې کولای شول د سقوط په حالت کې د نفتو بیه لوړه بوځي، د امریکا لپاره بې حده دردونکی عمل دی.

په پایله کې امریکا خپل مسیر ته په اساسي ډول تغیر ورکړ او له افغانستان څخه د خپلو پوځونو له ایستلو یې انکار وکړ. تر دې وروستیو پورې امریکایانو او اروپایانو د روسیې پوځ داسې تحلیل کاوه، چې میلیونونه کسان له زاړه یونفارم او له کاره لوېدلو وسلو سره ددوی په مقابل کې بې شیمې ولاړ دي.

حوتسانتي لیکي؛ مګر نن ورځ د روسیې د اردو پوځي تخنیک، قرارګاوې، د قوماندې ځای او یونفارم د امریکایانو سترګې وبرېښولې او دوی شاک دي، چې پوځي سیال ملک یې د واحدې قوماندې په ترڅ کې بې ساری ګړندی عمل کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.