امریکا به خپل ریښتینی رسالت معلومه وي

۳۷ سیاسي ګوندونو، قومي شوراګانو او د مدني ټولنې بنسټونو امریکا ته خبرداری ورکړی، چې که د پاکستان پر ضد اقدام ونه کړي، دا شک به په یقین بدل شي، چې روانه جګړه د واشنګټن خپله لوبه ده.
دغه سیاسي ګوندونه، ایتلافونه او قومي شوراګانې وايي، امریکا دې نور د ناخبرۍ او ناپوهۍ تمثيل پای ته ورسوي او په پاکستان کې دې د ترهګرۍ د مرکزونو پر تړلو لاس پورې کړي.
دوی په خپله ګډه اعلامیه کې ویلي، امریکابه خپل ریښتینی رسالت معلومه وي، او که دا لوبه همداسې دوام کوي، ښايي افغانان امريکا ته نور د دوست په سترګه ونه ګوري او په امنیتي تړون بیا کتنه او پر وړاندې يې پراخ مدني قيامونه پيل کړي. په خبر پاڼه کې پر حکومت غږ شوی، چې پر پاکستان فشار راوړي او چین او روسیې ته، چې د ناټو له حضوره اندېښمن دي، ځانګړې پاملرنه وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.