امریکا خپلو ۶ پوځیانو ته د مېړانې مډال ورکوي

امریکا خپلو ۶ پوځیانو ته د مېړانې مډال ورکوي

د امریکا ارمي ټایمز (Army Times) ورځپاڼه راپور ورکوي، هغو شپږو تنو امریکايي سرتېريو ته مډال ورکړل شو چې د تېر اکټوبر میاشتې برید کې یې مېړانه ښودلې وه.

 

د ۲۰۱۸ په اکټوبر میاشت کې په کندهار کې پر افغان او امریکايي پوځي مشرانو یو داخلي برید وشو چې په پایله کې د کندهار د پولیسو مشر جنرال رازق ووژل شو او دوه تنه امریکايي پوځیان ټپیان شول.

 

دا برید د جنرال رازق ساتونکي کړی و چې د طالبانو له‌خوا ځای پر ځای شوی و.

 

دغو شپږو تنو سرتېريو په هغې ورځ وکولای شوای د هلته موجودو امریکايي مشرانو، پوځيانو او همکارانو ژوند وژغوري او ځان ورته ډال کړي.

 

دغه مډالونه د جون میاشتې په ۱۱مه نېټه د امریکا د کلوراډو ایالت په فورټ کارسن کې ورکړل شول

Leave a Reply

Your email address will not be published.