امریکا د افغانستان په اړه په ستراتیژي کې په پاکستان باندې فشارونه شامل کړي دي

د افغانستان لپاره به د امريکا د نوې ستراتيژۍ يوه برخه پر پاکستان د فشارونو راوستلو ته ګوښې شي. واشنګټڼ اګزمينر وېبپاڼې په يوه مطلب کې چې نن خپور شوی ويلي، د امريکا د دفاع وزير جيمز مټيس تېره اونۍ د امريکا د کانګرس مختلفو کمېټو ته ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې به د امريکا د تېرو غلطيو د تکرار مخنيوی وکړي.
واشنګټن اګزمينر زياته کړې، جېمز مټيس ويلي، چې په افغانستان کې د بريالي کېدو لپاره بايد نوې ستراتيژي داسې جوړه شي، چې د پليتابه ساحه يې د افغانستان تر پولو پورې محدوده نه وي، بلکه له افغانستانه بهر هم د پلي کېدو وړ وي. په ليکنه کې راغلي، جيمز مټيس د امريکا کانګرس ته ويلي، چې امريکا بايد په نوې ستراتيژۍ کې سيمه ييزې موخې په پام کې ونيسي.
د مټيس په باور افغانستان ته بايد د سويلي اسيا د يوه هېواد په نظر وکتل شي او په تړاو يې نوې ستراتيژي جوړه شي. واشنګن اګزمينر وېبپاڼې د مټېس د دې خبرې په تفسير کې ليکلي، د مټېس له خبرو ښکاري چې ښايي پاکستان د امريکا په نوې ستراتيژۍ کې له حقاني شبکې سره د چال چلند له امله تر سختو فشارونو لاندې ونیول شي. وېبپاڼې د خپل تفسير په دوام ليکلي، حقاني شبکه چې د ډيورنډ پولې په اوږدو کې پر ترهګريزو فعاليتونو بوخته ده، د امريکا او افغانستان په باور د پاکستان د استخباراتي ادارې پټ ملاتړ ورسره دی.
دغه راز د امريکا د دفاع وزارت يوه چارواکي چې نوم يې نه دی خپور شوی ويلي، چې پر پاکستان به فشار راوستل شي څو د حقاني شبکې پر خلاف اقدام وکړي. دې چارواکي ويلي، “همدا د امريکا نوې ستراتيژي ده”. واشنګټن اکزمينر د ليکنې په پای کې ويلي، چې له دې ټولو سره سره امريکا په افغانستان کې د جګړې له لارې د شته ستونزو د هوارولو فکر نه کوي، بلکه د يوې داسې سياسي لارې په لټه کې ده، چې روانو جګړو ته د پای ټکی کېږدي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.