ولسمشر غني د امریکا متحدو ایالتونو د کانګرس مشرې نانسي پلوسي سره کتلي دي
په دې کتنه کې دواړو لوریو د ټاکنو، سولې پروسې، په بېلابېلو برخو کې د ښځو د فعال حضور، ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې، اقتصادي ودې او نورو مسایلو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د امریکا متحدو ایالتونو د کانګرس مشرې نانسي پلوسي د جمهوررئیس غني په مشرۍ د حکومت پرمختګونه او لاسته راوړنې له هیله مندۍ ډکې وبللې او زیاته یې کړه، هېواد یې د سولې پروسې په ګډون له افغانستان سره دوامداره همکاریو او د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې به د ستراتیژیک متحد په توګه د افغانستان تر څنګ پاتې شي.
جمهوررئیس غني له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو د همکاریو او ستراتیژیکې ملګرتیا قدرداني وکړه او وې ویل، د افغانستان خلک د څلوېښت کلن بحران پایته رسېدو ته انتظار دي. هغه زیاته کړه، د سولې مشورتي لویه جرګه چې په نږدې راتلونکي کې به جوړه شي، د سولې پروسې په اړه به بحث او خبرې وکړي.
Leave a Reply