امریکا د افغان ټاکنو د بودیجې له وروستي کېدو هرکلی وکړ

امریکا د افغان ټاکنو د بودیجې له وروستي کېدو هرکلی وکړ

کابل کې د امریکا سفیر جان بس ویلي، د افغانستان جمهوري ریاست ټاکنو د بودیجې له  وروستي کېدو هرکلی کوي.

جان بس د چهارشنبې په ورځ ټینګار کړی چې مونږ خوښ یو چې بودیجه وروستۍ شوه.

هغه دا هم ویلي چې امریکا به د افغانستان د ټاکنو له پروسې سره ۲۹ میلیونه ډالر مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې ټاکنو کمېسیون باید خلکو ته راپور ورکړي او تر څنګ یې ښو ټاکنو ترسره کېدو لپاره کار وکړي.

راتلکو جمهوري ریاست ټاکنو ته د ځانګړې شوې بودیجې له منځه ۹۰ میلیونه یې خپله افغان حکومت له ملي بودیجې ورکوي، پاتې نور امریکا او ملګري ملتونه ورکوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.