امریکا د افغان پیلوټانو روزنې ته ۴۴،۲میلیونه ډالر ځانګړي کړل

امریکا د افغان پیلوټانو روزنې ته ۴۴،۲میلیونه ډالر ځانګړي کړل

د امریکا دفاع وزارت وایي، د افغان هوایي ځواکونو پیلوټانو د زده‌کړو او روزنې لپاره یې ۴۴،۲میلیونه ډالره مرسته ځانګړې کړې ده.

 

د پنټاګون په خبرپاڼه کې راغلي، “د افغان پیلوټانو د زده‌کړې او روزنې لپاره له «سېيرا نېواډا Sierra Nevada» شرکت سره د «۴۲،۷۲۲،۰۹» ډلرو په ارزښت قرارداد وشو.”

 

د قراراداد نورې پیسې به د سفر او نورو برخو پر مصارفو ولګېږي.

 

د د قرارداد له‌مخې، “افغان پیلوټان د الوتکو روغ ساتلو او ۲۹A الوتکو بشپړه زده‌کړه شامله‌ وي.”

ویل شوي دا زده‌کړې به د امریکا په یوه هوایي ډګر او همدارنګه افغانستان کې ورکړلې شي.

 

د خبرپاڼې له‌مخې امریکا به دا پروژه د ۲۰۲۳مېلادي کال تر ډېسمبر میاشتې پورې بشپړه کړي.

افغان پوځي شننونکي تل نیوکه کوي چې افغان‌هوایي ځواک پر روزنې کار کول مهم دي او دا د دفاع وزارت تر ټولو مهمه‌ برخه ده.

 

 

تمه ده د دې مرستو په مټ دې برخه کې شته ستونزې را کمې شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.