امریکا د سرتېرو اېستلو لپاره ۱۸ میاشتې وخت غوښتی

امریکا د سرتېرو اېستلو لپاره ۱۸ میاشتې وخت غوښتی

نیوز ډاټ کام په خپل تازه خپور شوي مطلب کې لیکلي چې امریکا له طالبانو غوښتي څو له افغانستان څخه د وتلو په خاطر ۱۸ میاشتې  وخت ورکړي.

ویل کېږي امریکا او طالبان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مسوبې کار پيل کړی دی.

طالب سرچینو تر دې وړاندې رسنیو ته ویلي و چې طالبانو امریکا ته ویلي چې ۶ میاشتو کې باید دوی خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

تر اوسه د طالبانو او امریکا ترمنځ د قطر اووم پړاو مذاکراتو کې کوم څرګند پرمختګ نه ترسرګو کېږي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، که نن هم مذاکرات پای ته ونه رسېدل، د یکشنبې او دوشنبې ورځ چې بین الافغاني مذاکرات ترسره کېږي، ددې خبرو له پای وروسته به بیا له امریکا سره خبرو ته کېني.

د قطر بین الافغاني ناسته کې د حکومت ځینې مسوولین هم برخه لري، خو ارګ ویلي دا مسوولین یوازې له شخصي ادرسه ځي، د حکومت استازیتوب نه شي کولای.

Leave a Reply

Your email address will not be published.