د امریکا ددفاع وزارت وايي، واشنګټن له دې وروسته طالبانو ته د سولې د پروسې د همکارانو په سترګه ګوري او ددوی پرضد به له نظامي عملیاتو لاس واخلي. د امریکا ددفاع وزارت ویاند وايي، طالبان د سولې د بهیر اصلي شریکان دي او په همدې سبب امریکايي ځواکونه به له دې وروسته هغوی د یوې ډلې په توګه په فعال ډول تربرید لاندې ونه نیسي.
ده په صراحت سره وویل، د سخت دریځو پرضد د امریکا د عملیاتو له نقشې به طالبان راوباسو. د پنتګان د ویاند جیف دیویس دا خبرې، چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د طالبانو پرضد عملیات ځکه نور ادامه نه مومي چې هغوی د سولې د یوې حیاتي پروسې برخه او شریکان ګرځېدلي دي. تردې وړاندې چې د پاکستان صدراعظم نوازشریف امریکا ته لاړ د هغه هیواد له ولسمشر بارک اوباما سره یې په ګډه اعلامیه کې یې له طالبانو وغوښتل، چې په مستقیمه توګه له افغان دولت سره خبرو اترو ته حاضر شي.
د امریکا دې دريځ حیرانتیا رامنځ ته کړې ده، څه مهال وړاندې له پاکستان څخه د پټو پلانونو په ترڅ کې کندوز ته رسېدلو زرګونو طالبانو د کندوز په ښار برید وکړ او څو ورځې یې هغه ښار په ولکه کې وساته. امریکا د لومړي ځل لپاره په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره ملګرې شوه. ترپېښه دوه اونۍ وروسته ولسمشر اوباما اعلان وکړ، چې افغانستان لاهم د ترهګرۍ تر شدید تهدید لاندې دی او دوی اړ دي چې د خپلو پوځیانو ماموریت تر ۲۰۱۶ کال پایه تمدید کړي.
د امریکا دې متضادو دريځونو ګڼ سوالونه راپورته کړي دي:
- ایا طالبان له دې وروسته ترهګر ندي؟
- ترهګر چاته ویل کېږي؟
- چې طالبان نه په نښه کېږي او د سولې مهم شریکان دي، نو امریکايي ځواکونو خپل ماموریت د چا پرضد د جګړې لپاره تمدید کړ؟
- د نواز شريف د سفر په ترڅ کې د امریکا او پاکستان ترمنځ کومه بله پټه معامله ترسره شوې چې کیدای شي بیه یې افغانستان ورکړي؟
په همدې حال کې په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو په ادرس ډېرې ګونګې او وېروونکې خبرې کېږي؛ له یوې خوا دداعش په نامه د افغان او بهرنیو جنګیالیو یوه بې رحمه ډله د پراختیا په حال کې ده، چې ټوله منځنۍ اسیا او روسیه ویروي، له بلې خوا امریکایانو اعلان وکړ چې په کندهار کې یې د القاعده جنګیالیو ترټولو مهم کمپ له منځه وړی،چې د هند لویې وچې لپاره پکې د جنګ تنظیمات کېدل او له بلې خوا امریکايي ځواکونو په افغانستان کې نظامي اډې خپلې کړې،چې پکې اوسېږي او د جګړې ننداره کوي.
دا ټول مسایل په سیمه کې په ځانګړې توګه په افغانستان کې دیوې بلې لوبې د پیل زېګنالونه روښانوي، چې د اندېښنې وړ دي او فکر کېږي افغان دولت یې په درایت سره نشي څارلی او عمق ته یې نشي داخلیدای.
Leave a Reply