امریکا: د طالب ـ واشنګټن ترمنځ هوکړه کې د پاکستان رول خورا مهم دی

امریکا: د طالب ـ واشنګټن ترمنځ هوکړه کې د پاکستان رول خورا مهم دی

محور؛ شنبه، د زمري میاشتې ۱۹ مه:

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تازه ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې کېدونکې هوکړه کې د پاکستان رول بیخي زیات مهم دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مورګان اورتاګوس ویلي، ښکاره وایم چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان رول موږ ته په افغان سوله کې زیات مهم دی.

وړاندې تر دې د پاکستان لومړي وزیر د امریکا ولسمشر ته ډاډ ورکړی و، چې افغان سوله کې به له خپل بشپړ توان څخه کار واخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.