امریکا: د هند ـ پاکستان کړکېچ باید افغان سوله آغېزمنه نه کړي

امریکا: د هند ـ پاکستان کړکېچ باید افغان سوله آغېزمنه نه کړي

امریکا ویلي د هند او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ او ستونزې باید د افغانستان د سولې په بهیر هېڅ راز تاثیر ونه کړي.

 

یو امریکایي چارواکي رویترز خبري اژانس ته ویلي: امریکا له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره یې د هند او پاکستان د کړکېچ او د افغان سولې بهیر په اړه خبرې اترې کړې دي.

 

یاد امریکايي چارواکي ویلي: پاکستان ورته څرګنده کړې چې د افغانستان د سولې بهیر برخه کې د همکارۍ مسله له بحران سره مخ ده.

 

تر دې وړاندې پاکستانیو چارواکو هم په وار وار ویلي چې ممکن د هند او پاکستان کړکېچ د افغانستان د سولې په بهیر منفي تاثیر وکړي.

 

هغه څه چې افغان چاوراکو ورته غبرګون ښودلی او ویلي و چې د دوی کړکېچ افغان سوله نه شي خرابولی.

د پاکستانیو چارواکو له خبرو ښکاري چې لا هم پر طالبانو له حده زیات نفوذ لري او کولای شي په هره برخه کې يې د خپل ځان په ګټه وکاروي.

 

زلمی خلیلزاد هم اوس له طالبانو د قطر په دوحه کې په خبرو بوخت دی چې تر اوسه يې محسوس پرمختګ نه دی کړی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.