امریکا فارس خلیج کې ۱۲ اف ۲۲ الوتکې ځای پر ځای کوي

امریکا فارس خلیج کې ۱۲ اف ۲۲ الوتکې ځای پر ځای کوي

امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې ممکن د امریکا دفاع وزارت فارس خلیج کې خپلې ۱۲ اف ۲۲ الوتکې ځای پر ځای کړي.

امریکايي پوځي چارواکو تر اوسه په رسمي ډول دغه خبر نه دی تایید کړی.

خو لیدل کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې ورځ تر بلې مخ پر خرابېدو دي او یو بل ته د برید کولو ګواښ کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ ویلي و چې ایران له اور سره لوبه کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.